Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 24:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 24:15
16 Iomraidhean Croise  

کبرژنو سړو ما ته پټ دامونه اېښى دى، او دوئ خپل جالونه خوارۀ کړى دى. او زما په لارو کښې يې دامونه اېښى دى.


بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، ‎ او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.


ټول راټول شوى دى او پټ ناست دى، په هر قدم کښې راپسې دى او زما د مرګ خواهش کوى.


زما د وژلو دپاره پټ ناست دى، او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى، کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.


کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بې‌ګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو.


په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى.


زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،


زۀ د هغه بې‌ګناه ګډُورى په شان وم چې د حلالولو دپاره روان کړے شوے وى او ما ته زما خِلاف د هغوئ د بدو منصوبو عِلم نۀ وو. هغوئ وئيل، ”راځئ چې د مېوې هغه ډکه ونه راوغورزوُو، راځئ چې هغه د ژوندو د دُنيا نه ختم کړُو چې نور د هغۀ نوم د دُنيا نه د تل دپاره ورک شى.“


او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو.


خو د پولوس خوريے د هغوئ د سازش نه خبر شو. نو هغه لاړو او قلعې ته ننوتو او پولوس ته يې د هغوئ د سازش ووئيل.


او خواست يې ورته وکړو چې د پولوس خلاف په مونږ دا مهربانى وکړه چې هغه يروشلم ته ولېږه، په حقيقت کښې هغوئ په لاره د هغۀ د وژلو سازش کړے وو.


هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan