11 د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده.
ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل.
کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“
زۀ د ځوانۍ نه کړېدلے او مرګ ته رانزدې شوے يم. ما ستا يره تيره کړله او پرېشانه شوے يم.
خو پولوس تېزه چغه ورکړه چې، ”ځان ته نقصان مۀ رسوه ځکه چې مونږ ټول دلته يُو.“
بيا هغوئ ټولو سوستينس راونيولو څوک چې د عبادتخانې سردار وو او هغه يې د عدالت په وړاندې ووهلو. خو ګليو په دې کار هيڅ غوږ ونۀ ګرولو.
کله چې بلوه زياته شوه نو کمان آفسر ويرېدو هسې نه چې دوئ پولوس ټوټې ټوټې کړى، نو هغۀ سپاهيانو ته حُکم وکړو چې، ”لاندې لاړ شئ او هغه د هغوئ نه په زور راولئ او قلعې ته يې دننه راولئ.“