1 د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه
نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
ما د ګناهګارانو سره مۀ حسابوه، ما د قاتلانو سره مۀ مجرم کوه.
د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه، هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.
د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه،
د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه،
د شريرانو په لار کښې خپل قدم مۀ ږده او مۀ د بدکارانو په لار تلل کوه.
د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه.