4 خپل ځان په مالداره کولو مۀ ستړے کوه. دومره هوښيار شه چې د داسې کولو نه ځان ساتې.
هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.
لالچى خپل خاندان ته مصيبت ورپه برخه کوى، خو هغه څوک چې د رشوت نه نفرت کوى هغوئ به ژوندى پاتې شى.
تاسو داسې سړے ليدلے دے چې هغۀ ته خپل ځان هوښيار ښکارى؟ خو د دۀ نه زيات اُميد د يو کم عقل دپاره وى.
ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.
يو ايماندار کس ته به ډېر زيات برکت ورکړے شى، خو کۀ څوک زر مالداره کېدل غواړى هغۀ ته به سزا مِلاو شى.
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه.
په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.
ما په مخ د زمکې يو بل ډېر خراب کار ليدلے دے. څوک چې د ځان دپاره پېسې جمع کوى نو هغه وروستو هم د هغوئ دپاره د نقصان باعث شى،
په تاسو افسوس دے. ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ.
مالِک خُدائ فرمائى، ”خلقو ته ووايه چې د مړو لاشونه به په پټو کښې لکه د ډېران د سرې پراتۀ وى، او لکه د غنمو وږې په شان د لَوګرى شا ته اخوا ديخوا پراتۀ وى دغه شان به مړى هرې خوا ته پراتۀ وى او د راټولولو به يې څوک نۀ وى.“
په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې.
خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بېمېوې پاتې شى.
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بېځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېريهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.
په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بېوسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“