34 تۀ به په خيال کښې د هغه چا په شان يې څوک چې د سمندر دپاسه اودۀ وى، او د چپو دپاسه پروت ټالۍ وهى.
هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.
ستا سترګې به عجيبه او رنګارنګ څيزونه ګورى، او ستا ذهن به د ګډوډو څيزونو تصور کوى.
نو تۀ خپل ځان ته وائې، ”هغوئ زۀ ووهلم، خو زۀ خوږ نۀ شوم، هغوئ زۀ وټکولم، خو ما ته پته ونۀ لګېدله. کله چې زۀ راويښ شم نو زۀ به د څښلو دپاره نور شراب هم پېدا کړم.“
اے لمواېله، د بادشاه دپاره دا ښۀ کار نۀ دے، چې شرابى وى، او حکمرانان دې شرابخوارۀ نۀ وى.
اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.
په هغه ورځو کښې چې د سېلاب د راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل، څښل، ودونه يې کول او ودونه يې ورکول، تر هغې ورځې پورې چې نوح په کشتۍ کښې ننوتلو.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.