18 په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.
دا ما ستا خِدمتګار ته خبرتيا راکوى، هغه څوک يې چې منى لوئ اجر ورکوى.
نېکانو او صادقانو ته وګوره، د دوئ آئنده به وى په خير سره.
او خلق به دا ووائى، ”بېشکه چې صادقان به خپل اجر ومومى، بېشکه چې يو داسې خُدائ شته چې د دُنيا اِنصاف کوى.“
حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.
نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تۀ يې بيامومې نو دا ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد دے، او دا اُميد به هيڅکله ستا نه اخوا نۀ شى.
ځکه چې د بدعمله سره د آئنده اُميد نشته، او د هغوئ ډيوه په مړه کېدو ده.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے.