17 خپل زړۀ مۀ پرېږده چې د ګناهګارو سره حسد وکړى، خو د مالِک خُدائ نه هر وخت په يره کښې اوسه.
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه
د بدکارانو په وجه مۀ پرېشانه کېږه، او مۀ د هغوئ سره حسد کوه،
زما زويه، د مالِک خُدائ او د بادشاه نه يرېږه، او د باغيانو سره ملګرتيا مۀ کوه،
بختور دے هغه څوک چې هر وخت د مالِک خُدائ نه يريږى، خو څوک چې خپل زړۀ سخت کړى نو په مصيبت کښې به راګېر شى.
د ظالم سره سيالى مۀ کوه او مۀ د هغۀ په نقش قدم عمل کوه،
د خپلو خبرو په وجه ځان مۀ ګناهګارَوه، او اِمام ته مۀ وايه چې ما په غلطۍ سره منښته منلې وه. نو په دې وئيلو سره خُدائ پاک مۀ غصه کوه چې ستا ټول محنت مشقت تباه کړى.
خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بېمعنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.
په دې دوران کښې په ټوله يهوديه، ګليل او سامريه کښې جماعتونه په امن وُو او دا نور هم مضبوطېدل او د مالِک په يره کښې يې د روحُ القُدس په مدد سره ترقى موندله او د هغوئ شمېر زياتېدو.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.