4 عاجزى او د مالِک خُدائ نه يرېدل، انسان ته مال دولت، عزت او ژوند ورکوى.
د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى.
د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.
څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى.
هوښيار سړے چې خطره ووينى نو خپل ځان ترېنه ساتى، خو ساده سړے پرې وردانګى او بيا مصيبت کښې راګېر شى.
د بدکارانو په لار کښې ازغى او دامونه وى، خو په چا چې خپل ځان ګران وى نو هغه د دوئ نه ځان بچ ساتى.
د انسان غرور په دۀ باندې زوال راولى، خو د انسان عاجز خوى هغۀ ته عزت ورکوى.
د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے.
نازونه اداګانې دوکه ده او حُسن فانى دے، خو کومه ښځه چې د مالِک خُدائ نه يريږى نو هغه د صِفت قابله ده.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
په هم هغه وخت کښې کله چې زما عقل کار شروع کړو، نو زما عزت او شان و شوکت ما ته د خپلې بادشاهۍ دپاره واپس مِلاو شو او زما مشيرانو او آفسرانو ما ته حلف راکړو، زۀ په خپل تخت باندې دوباره کښېناستلم. او د پخوا نه زما عزت نور هم زيات شو.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
خپل ځان د مالِک په وړاندې عاجز کړئ او هغه به تاسو له عزت درکړى.
بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“