28 په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بېځايه کوه کوم چې ستا پلار نيکۀ اېښے وى.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې د ګاونډى د زمکې د حد پوله خوځوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
د خپل ګاونډى د جائيداد د حد کاڼے مۀ بېځايه کوئ، کوم چې د مخکښې نه په هغه مُلک کښې لګېدلے وى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بېځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.
بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى.
د بدکارانو غوندې مۀ جوړېږه څوک چې د صادقانو د کور خلاف په انتظار کښې ناست وى، او د هغوئ په کورونو حمله مۀ کوه.