24 د غصه ناکو سره دوستانه مۀ کوه، او د قهرژنو سره ناسته مۀ کوه.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.
مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى.
غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.