Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 22:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 د غريبانانو د غريبۍ نه غلطه فائده مۀ اخله، او په عدالت کښې د حاجتمندو حق مۀ خوره.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 22:22
15 Iomraidhean Croise  

ما کله هم د غريبانانو مدد نۀ دے پرېښے، او نۀ مې کونډې مايُوسه کړې دى،


کۀ ما د يتيمانانو خِلاف خپل لاس اوچت کړے وى، ځکه چې ما ته پته وه چې په عدالت کښې زما ملګرى شته دے،


په يوه مقدمه کښې د يو غريب سړى ناجائزه طرفدارے مۀ کوئ.


چې کله يو غريب سړے په عدالت کښې حاضر شى نو د هغۀ سره بې‌اِنصافى مۀ کوئ.


بدکاران به د خپل ظلم زياتى په وجه جارُو شى، ځکه چې هغوئ د هر هغه کار نه اِنکار کوى کوم چې صحيح وى.


څوک چې په غريبانانو باندې ظلم کوى د دې دپاره چې مالداره شى او هغه څوک چې اميرانو ته تحفې ورکوى نو دا دواړه به غريب شى.


او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ.


د هغه مُلک خلق زياتے کوى او غلا کوى، هغوئ په غريبانانو او محتاجو خلقو ظلم کوى، او د مسافرو سره بد سلوک کوى او د هغوئ حق نه اِنکار کوى.


خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.


خپل اِسرائيليان مۀ دوکه کوئ، خو د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک نه يرېږئ. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


په کونډو، يتيمانو، په پردو او غريبانانو ظلم زياتے مۀ کوئ. په خپلو زړونو کښې يو بل ته شېطانى سوچونه مۀ کوئ.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


هغوئ ستاسو د ښارونو په هر يو ښار کښې اوسېدے شى چې کوم يې خوښ وى او تاسو به د هغوئ سره زياتے نۀ کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan