2 مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے.
هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بېعزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى.
په دې کښې غريب او ظالم دواړه يو شان دى، ځکه مالِک خُدائ دواړو ته ژوندون ورکړے دے.
نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته.
هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى.