19 زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ما ستا دپاره دېرش خبرې ليکلې دى په کومو کښې چې عِلم، او نصيحت دے.
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه.
ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“
په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.
خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.
د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.