18 نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.
زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
زما په ژبه دې ستا ثناء صِفت وى ځکه چې تا ما ته خپل قانون ښودلے دے
خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.
د صادق د خولې کلام ډېرو خلقو له فائده ورکوى، خو کم عقل د ناپوهۍ په وجه مړ شى.
د هوښيارانو شونډې عِلم خوروى، خو د بېعقله په زړۀ کښې داسې څۀ نۀ وى.
څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى.
نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى.
زۀ نن تا ته تعليم درکوم دا چې ستا ايمان په مالِک خُدائ باندې پېدا شى.
په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى.
د هغۀ لارې برکتى دى، او د هغۀ ټولې لارې پُراَمنه دى.
زما زويه، زۀ چې درته څۀ وايم هغې ته توجو ورکړه، او په غور سره زما خبرې واوره.
دا د خپل نظر نه مۀ وباسه او په خپل زړۀ کښې يې دننه وساته.
غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى.
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.
او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.