17 د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه.
اے زما خلقو زما تعليم ته غوږ ونيسئ، زما د خولې خبرو ته غوږ ونيسئ.
تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.
دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ.
خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.
هوښياران هم داسې وائى، د عدالت کولو په وخت کښې د چا طرفدارى په کار نۀ ده.
زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.
د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.
ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بېوقوفتوب دے، او بېوقوفتوب څومره پاګلتوب دے.
کله چې ما پوره کوشش وکړو چې هوښيار شم او په هغې کار غور وکړم چې خلق يې د زمکې په مخ کوى، نو ما وکتل چې د داسې محنت په وجه هغوئ شپه او ورځ خوب نۀ شى کولے.
ما ټولو څيزونو ته غور سره وکتل او په مخ د زمکې چې څۀ کيږى د هغې په حقله مې سوچ وکړو، خلق په نورو خلقو باندې اختيار لرى او ورته نقصان رسوى.
اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“