14 د زناکارې ښځې خولۀ د ژورې کندې په شان ده، چا ته چې مالِک خُدائ په قهر شوے وى هغه به په کښې ورغورزيږى.
ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.
نو ځکه ما هغوئ د دوئ د سخت زړۀ عملونو ته حواله کړل، ترڅو چې د خپلو زړونو خواهشونه پوره کړى.
ځکه چې کنجره د ژورې کندې په شان وى او زناکاره د تنګ کوهى په شان وى.
ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى.
کله چې مالِک خُدائ دا وليدل، هغه په قهر وو او د خپلو زامنو او لوڼو نه منکر شو.