13 ناراسته وائى، ”بهر زمرے دے. کۀ چرې بهر ووځم نو هغه به مې په لار کښې ووژنى.“
د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.
ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى.
د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بېوفا خلقو منصوبې ورانوى.
ما خو جامې ويستلې دينه، نو دا بيا دوباره واچوم څۀ؟ ما خپلې پښې وينځلې دينه، بيا دا دوباره په خاورو ګنده کړم څۀ؟