11 څوک چې په زړۀ صفا وى او خوږې خبرې کوى، نو بادشاه به هم د هغۀ دوست شى.
د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،
مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.
زما سترګې به په دُنيا کښې د ايماندارو په لټون شى، چې هغوئ ما سره اوسيږى. د چا کردار چې بېداغه وى نو هغوئ به زما خِدمت کوى.
يواځې هغه څوک چې يې زړونه او لاسونه پاک وى، څوک چې د بُتانو عبادت نۀ کوى، او هيڅکله د دروغو قسمونه نۀ کوى.
په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.
بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.
بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى.
د مالِک خُدائ نظر په عالمانو باندې وى، خو هغه د بېوفا خلقو منصوبې ورانوى.
د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.
نو بيا بادشاه شدرک، ميشک او عبدنجو ته د بابل په صوبه کښې نور هم اوچت مقام ورکړو.
بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى.
هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“