23 څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى.
اے مالِکه خُدايه، زما خولۀ قابو کړه، او زما په شونډو نظر وساته.
هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.
بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى.
څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.
د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى.
په ژبه کښې د مرګ او ژوند طاقت شته دے، او څوک چې دې سره مينه کوى هغوئ ته به يې نتيجه مِلاو شى.
کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده.