2 هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.
نو زۀ دې د اِنصاف په تله کښې وتللے شم، چې خُدائ پاک ته زما د صداقت پته ولګى.
هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.
کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى.
د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى.
يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى.
سرۀ زر او سپين زر په اور معلومولے شى، خو زړونه مالِک خُدائ معلوموى.
ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.
کۀ تاسو چرې وايئ، ”مونږ ته خو د دې په حقله څۀ عِلم نشته دے،“ نو هغه څوک چې د زړونو په سوچونو خبر دے نو دا به معلوم نۀ کړى څۀ؟ هغه څوک چې ستا د ژوندون خيال ساتى په دې نۀ پوهيږى څۀ؟ هغه به هر هغه چا ته د خپل عمل په مطابق بدله ورنۀ کړى څۀ؟
خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“
تقيل، مطلب دے وزن، تۀ په تله باندې وتللے شوې او په وزن ډېر سپک وختلې.
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دې دوکه کوئ چې ګنې تاسو صادقان يئ خو خُدائ پاک ستاسو زړونه پېژنى. ځکه چې کوم څيزونه چې د خلقو په نظر کښې د صِفت وى، هغه د خُدائ پاک په نظر کښې پليت وى.
کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“