15 هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادق خوشحاليږى، خو بدکاره ترې نه يريږى.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.
زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
کۀ چرې ستا شريعت زما خوشحالى نۀ وے نو زۀ به په خپل مصيبت کښې تباه شوے ومه
پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“
د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.
صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى.
څوک چې د حِکمت د لارې نه بېلارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى.
زما زويه نو تۀ دې ولې د يوې زناکارې ښځې په مينه کښې راګېر يې؟ او تۀ ولې د بل سړى د ښځې سره يو ځائ کېږې او غاړه غټۍ کېږې؟
نو زۀ پوهه شوم چې د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې د ژوند نه مونږ خوندونه او مزې واخلو تر کومې پورې چې مونږ ژوندى يُو.
تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟
نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بېشرعې خلق زما نه ورک شئ.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.