14 په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى.
تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمتګار يعقوب په خپله په مونږ پسې راروان دے.“ د يعقوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غصه سړه کړم او چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“
خپل پلار هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ هم دغه شان کيږى، نو د دې مُلک د ټولو نه ښۀ څيزونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ او هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ، لږ عطر، شات، خوشبودارې مصالحې، پسته او بادام.
بدکاران په پټه رشوت اخلى د اِنصاف په لاره کښې دوئ مداخلت پېدا کوى.
رشوت د ورکوونکى دپاره د جادو په شان وى، ځکه هغه چې هر څۀ کوى نو کاميابيږى.
تحفه د انسان دپاره لار خلاصوى، او د هغۀ لاس تر غټو خلقو پورې رسوى.
ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى.
بيا داؤد هغه څۀ قبول کړل چې هغې راوړى وُو او هغې ته يې وفرمائيل، ”په خېر سره واپس کور ته لاړه شه. ما ستا خبره اورېدلې ده او ستا عرض مې منلے دے.“