11 کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.
دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،
د هوښيارانو زړۀ د عِلم لټون کوى، خو د کم عقل خولۀ په ناپوهۍ کښې څريږى.
بېخونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى.
هوښياران تل د عِلم حاصلولو په لټون کښې وى، او د هغوئ غوږونه د عِلم زده کولو دپاره تيار وى.
کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.
هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بېعزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى.
هوښيار ته لارښودنه وکړه نو هغه به نور هم هوښيار شى، صادق ته تعليم ورکړه نو هغه به د دې نه نور تعليم هم زده کړى.
هلته چې څومره اِسرائيليان وُو هغوئ چې کله د هغوئ ژړا واورېدله نو هغوئ وتښتېدل. هغوئ چغې وهلې، ”تښتئ. زمکه به مونږ هم تېر کړى.“
کله چې حنانياس دا خبرې واورېدلې نو هغه سر د لاندې راپرېوتو او په ټکى مړ شو او چا چې دا خبره واورېدله نو هغوئ ټول يرې واخستل.
نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.
نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.
هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله، او د ښار لسمه حِصه راوغورزېدله. اووۀ زره کسان په دې زلزله کښې هلاک شول او نورو په يره کښې د آسمانى خُدائ پاک ثنا وئيله.