Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 21:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 21:1
26 Iomraidhean Croise  

هغه چې په کومه لار راغلے وى نو په هغې به واپس لاړ شى او ښار ته به دننه لاړ نۀ شى. ما، يعنې مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.


په وړومبى کال کښې چې خورس د فارس بادشاه وو، نو مالِک خُدائ هغه پېشګوئې پوره کړه چې هغۀ د يرمياه په ذريعه کړې وه. هغۀ د خورس په زړۀ کښې دا خبره واچوله چې دا فرمان وليکى او جارى يې کړى او خپلې ټولې بادشاهۍ ته يې ولېږى:


”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.


هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


بادشاه را نه تپوس وکړو، ”تۀ څۀ غواړې؟“ نو ما د آسمانونو خُدائ پاک ته سوال وکړو،


ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.


اِستَر د بادشاه د نورو ټولو پېغلو نه زياته خوښه شوه، نو ځکه يې هغې له زړۀ او مينه ورکړه. هغۀ شاهى تاج ور په سر کړو او د وشتى په ځائ يې مَلِکه جوړه کړه.


هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.


په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل چا چې دوئ ګېر کړى وُو.


کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،


اے سمندره دا څۀ چل وو چې تا هغوئ ته لار پرېښوده، تۀ ولې واپس شوې اے د اُردن سينده،


تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.


مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.


خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم.


انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى.


انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.


د انسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مقرر کړى دى، نو بيا به څنګه يو کس په خپله لار پوهه شى؟


زۀ چې کوم نوى کارونه کوم نو هغې ته ګورئ. هغه اوس شروع کېدو والا دى، تاسو يې نۀ وينئ څۀ؟ زۀ به په بيابان کښې يوه لار جوړه کړم او هلته به د اوبو نِهرونه جوړ کړم.


هم زۀ ژور سمندر ته حُکم ورکوم چې، اوچ شه، زۀ ستا ژوروالے اوچوم.


”لاړ شئ او يرمياه پېدا کړئ او د هغۀ ښۀ خيال وساتئ. هغۀ له تکليف مۀ ورکوئ او هغه چې څۀ غواړى هغه ورله وکړئ.“


د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“


او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.


او شپږمې فرښتې خپل جام د فرات په لوئ سيند کښې توئ کړو او د هغې اوبۀ وچې شوې چې د نمرخاتۀ د بادشاهانو دپاره لار تياره شى.


او درېمې فرښتې خپل جام په دريابونو او په چينو کښې توئ کړو او وينې شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan