9 څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بېګناه يم؟
کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى (داسې هيڅ څوک هم نشته چې ګناه نۀ کوى)، او تۀ په غصه کښې هغوئ پرېږدې چې دشمن شکست ورکړى او هغوئ يې خپل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،
کله چې ستا خلق ستا خِلاف ګناه وکړى او داسې هيڅ څوک نشته چې ګناه نۀ کوى او په غصه کښې تۀ د هغوئ دشمنان پرېږدې چې هغوئ له شکست ورکړى او هغوئ يو بل مُلک ته قېديان بوځى، کۀ هغه مُلک لرې هم وى،
د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.
بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟
نو بنى آدم د خُدائ پاک په مخکښې څنګه صادق کېدے شى؟ څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېريهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى.
زۀ په خپله په خپل ځان کښې د څۀ عېب احساس نۀ کوم خو د دې مطلب دا نۀ دے چې زۀ بېعېبه يم. ځکه چې مالِک زما جاج اخلى.
ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.