8 کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى.
هغه داسې دے لکه چې بېوريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“
هغۀ د تخت کوټه هم جوړه کړه چې د اِنصاف دربار هم بللے شو، چرته چې سليمان لانجې هوارولې، چې د فرش نه تر سره پورې يې د دِيار تختې لرلې.
او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى،
او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.
بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے.
هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى.
نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.
کۀ چرې يو بادشاه د غريبانانو سره اِنصاف کوى، د هغۀ بادشاهى به د تل دپاره قائمه وى.
ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى.
څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى.