5 د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.
دوئ په بېاِنصافۍ سره منصوبې جوړوى، او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“ د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.
د انسان د خولې خبرې لکه ژورې اوبۀ دى، او د حِکمت چينه لکه بهېدونکې وله ده.
ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى.
ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى.
ځکه څوک د بل انسان د زړۀ خبرې معلومولے شى بغېر د انسان د خپل روح نه چې په هغۀ کښې دننه دے؟ دغه شان د خُدائ پاک د روح نه بغېر هيچا ته د خُدائ پاک خبرې معلومې نۀ دى.