3 د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى.
نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.)
نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.
خو يهوآس واپس دا جواب ورولېږلو، ”يو ځل د لبنان په غرونو کښې د ازغو بوټى د دِيار ونې له دا پېغام ولېږلو چې، زما زوئ له ستا لور ورکړه چې وادۀ يې کړى. يو ځنګلى ځناور هلته تېرېدو او د ازغو په بوټى يې پښې کېښودې.
تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى.
صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى.
صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى.
د خراب بحث شروع داسې وى لکه چې د اوبو په بند کښې وړومبے سورے وشى، د دې نه مخکښې چې جنګ شروع نۀ شى نو دا زر ختم کړه.
د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.
د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى.
مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى.
لکه څوک چې يو کوڅه ډب سپے د غوږونو نه راونيسى د هغه چا په شان دے چې د بل چا په بحث کښې ځان شامل کړى.
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
خو کۀ ستاسو په خپلو زړُونو کښې سخته کينه او خود غرضى وى، نو فخر پرې مۀ کوئ او مۀ د حق خلاف دروغ وايئ.
ستاسو په مينځ کښې جنګ او جګړې د کومه راغلې؟ ولې دا ستاسو د هغه خواهشاتو په وجه نۀ دى چې په تاسو کښې فساد پېدا کوى؟