23 مالِک خُدائ د غلط تول نه نفرت کوى، او د غلطى تلې استعمال بد کار دے.
مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.
د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.
تاسو له په کار دى چې صحيح تله، صحيح پېمانه او صحيح پاويزه استعمال کړئ.
بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بېايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى.
تاسو خپل ځان سره وايئ چې، ”کله به د نوې مياشت ورځ ختمه شى او کله به د سبت ورځ تېره شى چې مونږ خپل د غلې ګودامونه کولاو کړُو او غله خرڅه کړُو؟ او مونږ ناپ تول کښې چل وَل وکړُو، او د څيزونو قيمتونه اوچت کړُو، او په تله کښې ټګى او دوکه وکړُو.
کله چې تاسو ناپ تول کوئ نو په هغې کښې ټګى مۀ کوئ.