2 د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى.
بيا سليمان د مالِک خُدائ په نوم يو پوخ لوظ وکړو، ”کۀ ما ادونياه ژوندے پرېښودو نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.
مالِک خُدائ زۀ د خپل پلار داؤد په تخت مقرر کړے او کښېنولے يم، هغۀ خپله وعده پوره کړې ده او ما او زما اولاد له يې بادشاهى راکړې ده. زۀ په مالِک خُدائ قسم کوم چې نن به ادونياه وژلے شى.“
د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى.
خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“
کۀ حکمران درته غصه شى نو خپل ځائ مۀ پرېږده، ځکه چې ستا سړه رويه د هغۀ سخته غصه قلارولے شى.
کله چې زۀ د خپلو خلقو په دشمنانو د ازمرى په شان وغورېږم نو زما خلق به په ما پسې راروان شى. هغوئ به د نمرپرېواتۀ طرف نه په منډه منډه راشى.
خو اوس زمرے په غړمبېدو دے نو څوک به نۀ يريږى؟ اوس خو قادر مطلق خُدائ خپل کلام وفرمائيلو، نو څوک به د هغۀ د پېشګويۍ ورکولو نه اِنکار وکړى؟“
تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو.
کله چې دا لوښى د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پېش کېدل نو مقدس شول. نو د دې سړو د اور لوښى واخله کوم چې د خپلې ګناه په وجه مړۀ شوى دى، وې ټکوه نرى نرى پترى شان ترې نه جوړ کړه او د قربانګاه پټولو دپاره سر ترې نه جوړ کړه. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره د خبردارۍ يوه نښه وى.“