14 اخستونکى تل دا شکايت کوى چې، ”دا ښۀ نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے،“ نو بيا هغه لاړ شى او وائى چې، ”دا سودا مې ډېره ښۀ واخسته.“
خوب سره مينه مۀ کوه ځکه چې غريب به شې، بېدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډېر تير وى.
سرۀ زر او لعلونه زيات پېدا کيږى، خو هغه شونډې چې د عقلمندۍ خبرې کوى نايابه زيورات دى.
کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے.
هغه وخت راغلے دے، هغه ورځ رارسېدلې ده. اخستونکى دې خوشحالى نۀ کوى او نۀ دې خرڅوونکى خفګان کوى، ځکه چې غضب په ټوله ګڼه باندې راتلونکے دے.
او په دې معامله کښې دې څوک د خپل ورور په حق تجاوز نۀ کوى او نۀ دې د هغۀ سره دوکه کوى. ځکه چې مالِک به هغه ټولو خلقو له سزا ورکړى څوک چې داسې کارونه کوى، لکه څنګه چې مونږ تاسو ته د شروع نه وئيلى وُو او خبردارے مو درکړے وو.