9 نو تۀ به په دې پوهه شې چې څۀ ښۀ او د اِنصاف او مناسب دى. او تۀ به د ژوند نېغه لار بيامومې.
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده
زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه
څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.
بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى.
کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې.
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے فرمائى، ”زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه ذات چې ستاسو د خپلې فائدې دپاره تاسو ته ښودنه کوى او هغه لار درته ښائى چې په کومه باندې درله تلل په کار دى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.