Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغه د اِنصاف کوونکو د لارو ساتنه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 2:8
20 Iomraidhean Croise  

بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.


مالِک خُدائ د هغوئ خيال ساتى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى، خو هغه به ټول شريران تباه کړى.


هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.


مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله ‎پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.


د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے، نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.


د هغۀ په لاس کښې زمونږ ژوندون دے زمونږ پښې يې د تيندک خوړلو نه ساتلى دى.


څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.


زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،


هلته به زمريان نۀ وى، بد ځناور به په هغه لار باندې نۀ تېريږى او نۀ به هلته پاتې کيږى. خو مالِک خُدائ چې څوک بچ کړى وى نو هغوئ به په هغه لار باندې ځى.


مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.


کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے.


اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى،


هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan