Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغه د نېکو خلقو دپاره د عقلمندۍ خزانې ساتى، هغه د هغه چا دپاره ډال دے د چا کردار چې بې‌داغه وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 2:7
16 Iomraidhean Croise  

ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے.


هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده، هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے، هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم، څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.


کله چې مالِک خُدائ ته په اوچت آواز ژړا کوم، خپل مقدس غر نه هغه ما ته جواب راکوى.


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.


د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى.


د چا کردار چې بې‌داغه وى نو هغه به بچ شى، خو د چا لارې چې غلطى وى نو ناګهانه به تباه شى.


د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى.


ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.


ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“


خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېر‌يهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


په چا کښې چې د حِکمت او عِلم ټولې خزانې پټې پرتې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan