Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 2:6
32 Iomraidhean Croise  

او ټولې دُنيا به دا غوښتل چې هغۀ له راشى او د هغۀ حِکمت ته غوږ ونيسى چې خُدائ پاک هغۀ له ورکړے دے.


نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.


نو ما له حِکمت راکړه چې ستا په خلقو باندې په اِنصاف سره بادشاهى وکړم او د ښۀ او بد په مينځ کښې فرق وپېژنم. ګنې زۀ به څنګه د دې جوګه شم چې ستا په لوئ قوم باندې بادشاهى وکړم؟“


خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.


او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې.


عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.


خُدائ پاک دا خيال زما په زړۀ کښې واچولو چې دا خلق، د هغوئ مشران او آفسران راغونډ کړم او د هغوئ نسب‌نامه وګورم. ما د هغه خلقو حِساب کِتاب پېدا کړو کوم چې اول د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ما ته چې کوم معلومات مِلاو شول هغه دا دى:


حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے.


طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.


د هغۀ په تعليماتو عمل کوئ، او د هغۀ خبرې زړۀ ته کوزې کړئ.


دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى.


ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه


نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.


ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى


قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.


حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.


نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.


څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟ څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟


او ما هغه د خپل روح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر او د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے،


نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.


خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بې‌معنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.


زۀ په خپله به ستاسو ټولو بچو ته ښودنه کوم، او هغوئ به خېر خېريت سره وى.


د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.


نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو.


هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.


زۀ ستا ثناء صِفت او شُکر ګزارى کوم، اے زما د پلار نيکۀ پاکه خُدايه. ځکه چې تا ما له پوهه او قدرت راکړے دے. تا ما ته هغه څۀ وښودل د څۀ چې مونږ ستا نه غوښتنه وکړه، تا ما ته د بادشاه خوب او د هغۀ مسئله څرګنده کړه.“


ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.


دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى.


هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى.


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan