21 نو نېکان به په مُلک کښې اوسيږى، او بېداغه خلق به په کښې پاتې شى.
په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بېداغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.
نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.
د زمکې وارثان به جوړ شى عاجزان، په خوشحالۍ سره به اوسيږى په امان.
هر وخت د مالِک خُدائ د نېکانو په ژوندون باندې نظر وى، او هغوئ ته به هغه ميراث ورکړے شى چې ابدى وى.
مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى، خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.
خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى، او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
ځکه چې تباه به شى بدکاران، څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان، دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
صادق به کله هم د بېخ نه ختم نۀ شى، خو بدکاره به په زمکه پاتې نۀ شى.
څوک چې يو نېک انسان بدکارۍ ته رهنمائى کوى نو په خپل لټ کښې به راګېر شى، خو ايمانداره انسان ته به ښۀ ميراث مِلاو شى.