20 نو بيا تۀ د ښو خلقو په طريقو تلل کوه او د صادقانو په لارو کښې پاتې شه.
اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه
هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم، او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې.
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم،
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.
زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.