14 څوک چې د خرابو کارونو په کولو خوشحاليږى او د بدعملو په شرارت خوشحالى کوى،
کم عقل د غلط کار نه خوند اخلى، خو هوښيار سړے د حِکمت نه خوند اخلى.
بدکاره انسان د بدۍ خواهشمند وى، د هغۀ ګاونډيان هم هيڅ قِسمه رحم د هغۀ نه نۀ وينى.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
نو بيا تاسو زما کور ته د داخلېدو څۀ حق لرئ چې تاسو بد کارونه وکړل، اے زما محبوب قومه؟ آيا ستاسو د نذرانې او د قربانۍ مقدسې غوښې پېش کول به تاسو د تباهۍ نه بچ کړى څۀ؟ او په حقيقت کښې تاسو په بدعملۍ کولو کښې خوشحاله يئ.
هغوئ په خپلو بدو منصوبو بادشاه خوشحالوى، او په دروغو وئيلو باندې آفسران خوشحالوى.
بدعمله دشمن هغوئ ټول په کُنډو سره راوباسى، هغوئ په خپل جال کښې رانيسى، هغوئ په خپل راښکوونکى جال کښې راجمع کوى، او بيا هغه خوشحالى کوى او خوشحاله وى.
په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې.
د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى.