Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 2:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 چا چې صحيح لاره پرېښې ده او په تيارو کښې تلل کوى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 2:13
21 Iomraidhean Croise  

نشته يو هم نشته ټول دى اوړېدلى په غلطه لار روان، نشته دے يو کس هم چرته نشته دے نېکان.


دوئ په ژبه د دوکې او د بدۍ خبرې کوى. هغوئ کار د عقل او ښۀ عمل نۀ کوى.


ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.


څوک چې د حِکمت د لارې نه بې‌لارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى.


خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.


نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.


کۀ چرې يو صادق انسان خپل صداقت پرېږدى او ګناهونه شروع کړى، هغه به د دې په وجه مړ شى. د هغه ګناهونو په وجه کوم چې هغۀ وکړل.


او دا هم هغه خلق دى چا چې ما ته شا کړې ده او زما لټون نۀ کوى او نۀ زما لارښودنه غواړى.


خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو.


عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.


اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بې‌احساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.


ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.


هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan