11 تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.
زما راستى زما نېکى دې پام وکړى په ما، ځکه چې په تا توکل کړے دے ما.
دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.
عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى.
کۀ تبر پڅ وى او تېرۀ يې نۀ کړې، نو په دې باندې کار کول ډېر زور غواړى. خو حِکمت سړے همېشه د کاميابۍ طرف ته بوځى.
نو بيا د خپل چال چلن ډېر خيال ساتئ. د کم عقلو په شان ژوند مۀ تېروئ، بلکې د هوښيارانو په شان ژوند تېروئ.