10 نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى.
زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى، لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.
ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه
خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.
دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.
د هوښيارانو په زړۀ کښې حِکمت ځائ نيسى، خو تر دې چې حِکمت په کم عقلو کښې هم خپل ځان ښکاره کوى.
نو دا به تا خوشحاله کړى کۀ تۀ دا په خپل زړۀ کښې ياد ساتې او دا په خپلو شونډو هر وخت يادوې.
عقل ته مۀ شاه کوه، ځکه چې هغه به ستا حفاظت وکړى، د هغۀ سره مينه کوه نو هغه به په تا باندې نظر ساتى.
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.