9 دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.
دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.
تاسو د خپلو دروغو په وجه صادقان بېزړۀ کړل اګر چې ما هغوئ ته هيڅ قسم تکليف نۀ دے ورکړے، او تاسو ګناهګارانو ته ډاډ ورکوئ چې د خپلو بدو لارو نه راونۀ ګرځى او د هغوئ ژوند بچ نۀ شى،
بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“
خو بهر هغه سپى دى کوم چې جادوګران، حرامکاران، قاتلان او بُت پرستان او د هغوئ ټولو د ژوند هر يو پل په دروغو روان دے.