7 کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشتهدار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى.
د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى، تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.
دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى، زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى، دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.
تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه.
تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى، زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم. ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم.
د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.
غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى.
غريب سړے د رحم دپاره مِنت زارى کوى، خو مالداره سړے په سختۍ سره جواب ورکوى.
دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى.
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
خپل دوستان او د خپل پلار دوستان مۀ هېروه، د خپل ورور کور ته مۀ ځه کله چې په تا څۀ مصيبت راشى. ستا نزدې ګاونډى د لرې ورور نه ښۀ دے.
خو تاسو د غريب سپکاوے وکړو. ولې دا مالداره نۀ دے چې په تاسو ظلم کوى او عدالت ته مو راکاږى؟