5 دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى.
نو د بيتايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.
تر څو چې دې سزا نۀ وى ورکړې چې هغه پرې نۀ ږدې. ځکه چې تۀ د حِکمت خاوند يې او تا ته به پته ولګى چې څۀ کول په کار دى، او تۀ به دا خبره يقينى کوې چې هغه په سخت مرګ مړ شى.“
چې په خپل شرارت کښې وتښتى دوئ مۀ پرېږدئ، اے پاکه خُدايه، په خپل قهر او غضب کښې دې دوئ ته شکست ورکړه.
د چا خِلاف د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.
د دروغو خبر مۀ خوروئ او د دروغو ګواهۍ په ذريعه د يو مجرم کس مدد مۀ کوئ.
يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى.
يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى.
دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى.
دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.
دروغژن ګواه څوک چې دروغ وائى، او هغه کس چې د خاندان په مينځ کښې سرخوږے پېدا کوى.
بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.
زما نوم د غلطو مقصدونو دپاره مۀ استعمالوئ، ځکه چې زۀ، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه چا له سزا ورکوم څوک چې زما نوم بېځايه اخلى.