3 د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى.
نو هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې، چې بادشاه راورسېدو او وې وئيل، ”دا مصيبت د مالِک خُدائ نه په مونږ باندې راغلے دے. زۀ دې نور د مالِک خُدائ په طمع کښې ولې پاتې شم؟“
چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟
د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه، او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
د صادقانو ايماندارى د هغوئ لارښودنه کوى، خو بېايمانه په خپلې بېايمانۍ تباه دى.
يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بېدينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.
نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.
خو بيا تاسو وايئ چې، د مالِک خُدائ کارونه د اِنصاف نۀ دى، اے د بنى اِسرائيل قومه، ما ته غوږ شئ، آيا تاسو دا خيال کوئ چې زما کارونه بېاِنصافه دى؟ خو دا ستاسو عملونه دى چې بېاِنصافه دى.
سموئيل ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”داسې کول بېوقوفى وه. تا د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک حُکم نۀ دے منلے. کۀ تا منلے وے نو هغۀ به تۀ او ستا اولاد بادشاهان جوړ کړى وئ چې همېشه دپاره په بنى اِسرائيلو حکومت وکړئ.
د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“