Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 19:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 19:29
17 Iomraidhean Croise  

اليشع راوګرځېدو، هلکانو ته يې وکتل او د مالِک خُدائ په نوم يې په هغوئ لعنت ووئيلو. نو د ځنګل نه دوه مېلوګانې راووتلې او دوه څلوېښت هلکان يې ټوټې ټوټې کړل.


نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.


”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بې‌وقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟


خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى،


د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.


يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.


د کم عقل خبرې جنګ جوړوى، او خپل ځان وهلو ته جوړوى.


لکه څنګه چې د آس دپاره چابک، د خر دپاره واګې وى نو هم دغه شان د کم عقل د ملا دپاره چوکه وى.


هغه د مغروره مسخره کوونکو پورې مسخرې کوى، خو په عاجز خويه باندې خپل فضل کوى.


نو هغه سمدستى هغې پسې د يو داسې غوَيى په شان روان شو لکه چې حلالېدو له روان وى، لکه چې هوسۍ په دام کښې ونښلى


کۀ چرې تۀ حِکمت لرې نو هغه به تا له فائده درکړى، او کۀ تۀ مسخره کوونکے يې نو صرف تا ته به د هغې نقصان مِلاو شى.


زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.


ظالمان به باقى پاتې نۀ شى، مغروره به ختم شى او څوک چې د بدو منصوبه جوړوى هغوئ به قتل کړے شى.


کۀ په هغه ناحقه کس باندې د وهلو حُکم وشى، نو د قاضى په مخکښې دې هغه پړمخې څملولے شى او په کوړو دې ووهلے شى. هغۀ چې کوم جرم کړے وى نو د کوړو د ګزارونو شمېر به د هغې په مطابق وى.


ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan