Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 19:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 زما زويه هرکله چې تۀ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تۀ به د عِلم د خبرو نه بې‌لارې شې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 19:27
22 Iomraidhean Croise  

يوندب ورته ووئيل، ”د ځان نه بيمار جوړ کړه او په کټ کښې څمله. کله چې ستا پلار مِلاوېدو له درشى نو هغۀ ته ووايه چې مِهربانى وکړه زما خور تامار ته ووايه چې راشى او ما له څۀ خوراک راکړى. زۀ غواړم چې هغه دلته زما په مخکښې زما دپاره خوراک تيار کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“


هغوئ جواب ورکړو، ”تا له په کار دى چې هغوئ ته داسې ووائې چې زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه مضبوطه ده.


د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چې تۀ به د هغۀ د خولې نه حِکمت حاصل نۀ کړې.


هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے.


بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى.


نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.


بيا هغوئ په دې مطلب پوهه شول چې د روټۍ او د خمبيرې نه ځان ساتل نۀ دى، خو د فريسيانو او صدوقيانو د تعليم نه ځان ساتل دى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د فريسيانو او د صدوقيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ.“


د دروغژنو نبيانو نه خبردار شئ، داسې کسان چې د ګډو په شکل کښې تاسو له راځى او په اصل کښې هغه داړونکى شرمخان دى.


عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى، بلکې لږ څۀ زيات.


هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“


نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.


د بې‌دينۍ د بحث او د زړو ښځو د قيصو نه ځان ساته او د دې په ځائ خپل ځان ته د ديندارۍ تربيت ورکوه.


ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.


کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ،


زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan