Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 19:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 19:25
10 Iomraidhean Croise  

کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.


دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،


کم عقل د خپل پلار تربيت ته سپک ګورى، خو هر هغه څوک چې اصلاح قبلوى نو هغه هوښيار دے.


يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.


کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى.


هر څوک چې د مسخره کوونکى اصلاح کوى نو د خپلې بې‌عزتۍ دعوت ورکوى، هر څوک چې د شرير د شرارت نه ممانعت کوى، نو خپل ځان به سپک کړى.


نو د بنى اِسرائيلو ټول خلق به خبر شى چې څۀ وشول، هغوئ به ويريږى او بيا به هيڅکله هيڅ څوک هم داسې بد عمل ونۀ کړى.


نو د ښار سړى دې هغه سنګسار کړى چې مړ شى. نو تاسو به د دې بدکارۍ نه خلاص شئ. په بنى اِسرائيلو کښې به ټول خلق د دې نه خبر شى او وبه يريږى.


زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan