19 غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ.
په حقيقت کښې نفرت کم عقل خلق وژنى، او حسد ساده خلق وژنى.
د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې.
نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې.
څوک چې خپل نفس نۀ شى قابو کولے هغه د هغه ښار په شان بېوسه دے چې دېوالونه يې غورزېدلى وى.
غصه ناک انسان جنګونه جوړوى، او تُند خويه نه ډېر ګناهونه کيږى.