Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




متلونه 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




متلونه 19:1
16 Iomraidhean Croise  

خو زۀ داسې نۀ يم، زۀ په دُنيا کښې پاک اوسېږم، په ما شه مِهربانه او ما بچ کړه.


په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان، د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.


صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى.


څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.


د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.


په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بې‌اِنصافۍ وى.


وفادارى د انسان ښائست دے. يو غريب د دروغژن نه بهتر دے.


صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.


غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى.


د خپلې ‎‎‎‎‎‎‎‎خولې نه ټګى لرې کړه، او دوکه مارې خبرې د خپلو شونډو نه لرې کړه.


ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟


دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“


صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan